ملي کنفرانس: په افغانستان کې د قابلهگانو او نرسانو وضعيت او ارزښت
دا علمي څېړنيز کنفرانس چې نن تر غرمې وړاندې د ملي د غونډو په تالار کې جوړ شو، په کې د هېواد په کچه څېړونکو، ډاکترانو، د څېړنيزو بنسټونو مسوولينو، د پوهنتونونو استادانو او محصلانو گډون کړی و. کنفرانس ته په وينا کې د ملي د لوړو زدهکړو موسسې عمومي رييس ډاکتر صداقت يعقوبي او د علمي چارو معاونيت سرپرست عبدالصبور مومند د دې څېړنيزې غونډې پر ارزښت خبرې وکړې او څرگنده يې کړه چې په راتلونکي کې به هم د دا راز علمي برنامو لړۍ روانه ساتي. ورپسې د هېواد نوموتي کادر او تکړه څېړونکي ډاکتر عطاءالله سعيدزي د خپل همکار څېړونکي ټيم په ملتيا د شوې څېړنې پايلې شريکې کړې. دا څېړنه چې د افغانستان په کچه د قابلهگانو او نرسانو په اړه ترسره شوی و، په کې يې د دوی اوسنی وضعيت، ارزښت، پر وړاندې يې پرتې ننگونې، فرصتونه، د ولس او ډاکترانو چلند او د دوی ټولنيز ژوند ارزولی و. د ډاکتر سعيدزي په وينا، له بدهمرغه اوسمهال نرسان او قابلهگانې له هغسې ژوند څخه برخمن نهدي، لکه چې څنگه يې وړ دي. نوموړي زياته کړه: ډېرې داسې بېلگې شته، چې ولس او يا هم ډاکتران نوموړيو ته ټيټه سترگه گوري او مناسب سلوک نهورسره کوي. فرهنگي محدوديتونو او ټولنيزو مصلحتونو په ډېرو مواردو کې د دې لامل گرځې، چې دوی د دندو پرېښودو ته اړ شي. حقيقت دا دی چې په طبابت کې د دوی له رول او ارزښت څخه سترگې نهشي پټېدای. په وروستۍ برخه کې محصلانو د موضوع په تړاو يو شمېر پوښتنې وکړې او ښاغلي سعيدزي يې په اړه علمي معلومات وړاندې کړل.





