د ملي وړيا روغتيايي کمپ په فرزه کې
ملي د لوړو زدهکړو موسسې د خپلو ټولنيزو او بشردوستانه فعاليتونو په لړ کې دا ځل د کابل ولايت د فرزې ولسوالۍ اړوند، د دهپایان د نجونو په لېسه کې وړيا روغتيايي کمپ پرانېست. په دې يوورځني کمپ کې د هغو سلگونه ناروغانو درملنه وشوه، چې بېوزلي وو او د خپلې درملنې توان يې نه درلود. نه يوازې درملنه بلکې هر ناروغ ته درمل هم په وړيا توگه ورکړل شول. په دې کمپ کې د بېلابېلو څانگو ناروغان وکتل شول او د ملي اړوندو معالجو ډاکترانو يې درملنه وکړه. عمومي داخله، اورتوپيدي، لابراتواري معاينې، نسايي ولادي او همداراز د غاښونو په څانگو کې سلگونه ناروغانو ته خدمات وړاندې شول. د عمومي داخلې په څانگه کې ۳۲۵ ، د کوچنيانو په څانگه کې ۱۳۸، اورتوپيدي کې ۸۵، نسايي ولادي څانگه کې ۷۶ او د غاښونو په بېلابېلو برخو کې ۲۷ ناروغان ودرملل شول. په لابراتوري کتنو کې د وينې، محرقې، H Pylori، ادرارو، غايطه موادو، تور زيړي او سپين زېړي معاينې ترسره شوې. د غاښونو د معالجې په برخه کې د غاښونو وېستل، ډکول او د مشورې ورکول شامل وو. د ملي د لوړو زدهکړو مؤسسې علمي مرستيال ډاکتر ذبيح الله حارث دا وړيا روغتيايي کمپ د ملي لومړی کمپ گڼي، خو وايي چې وروستی به نه وي: ((موږ د خپلې علمي ساحې په دايره کې د خپلې ټولنې هر خدمت ته چمتو يو. ژمن يو چې په نږدې راتلونکي کې به نورو هغو سيمو ته هم روغتيايي ټيمونه او درمل واستوو، چې روغتيايي خدمتونو ته په سختۍ لاسرسی لري.)) پر عام ولس سربېره، ځايي مسوولين هم د ملي له دې رضاکار او وړيا خدمت څخه ډېر خوښ و. د فرزې ولسوال محمد عثمان عثماني دا کمپ له بېوزلو هېوادوالو سره د مرستې په لار کې يو ارزښتمن عمل او د اخروي اجر ناياب فعاليت وباله. نوموړي زياته کړه: ((کوم کار چې د ملي ډاکترانو وکړ، ساری يې نشته. دوی هم معاينه وکړه، هم يې درمل ورکړل، ولس ترې ډېر خوشاله دی. هيله دا ده چې له واکمن نظام سره اوږه په اوږه کار وشي، تر څو د خلکو د ژوند سطحه ورځ تربلې لوړه شي.))





