Image

د لوړپوړو چارواکو په شتون کې، د اقلیم بدلون نړۍوال کنفرانس پيل شو.

ننگرهار پوهنتون، چې د دې علمي کنفرانس کوربه‌توب کوي، پر کورنيو محققينو سربېره، يو شمېر نړيوال څېړونکي ېې هم برخه‌وال دي. دا کنفرانس د ريـا سـت الـوزراء د سيـاسـي مرستيال مـ.و لـ.وي عبـد الـکبير او د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزير شيـخ نـدا محمـد نديـم په گډون د يو شمېر سکتوري وزارتونو او خپلواکو ادارو مسوولينو په ويناوو پرانېستل شو، چې د موضوع په تړاو يې د خپلو ترسره کړيو فعاليتونو او تدابيرو په اړه خبرې وکړې. تر څنگ يې يو شمېر بهرنيو متخصصينو هم خپلې طرحې او نظريې شريکې کړې. د ننگرهار پوهنتون رييس دکتور خليل احمد بهسودوال د ياد کنفرانس په تړاو هراړخيز معلومات ورکړل او له همکارو ادارو څخه يې د هغوی د همکارۍ په تړاو مننه وکړه. نوموړي په ځانگړي توگه د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې يادونه وکړه، چې په بېلابېلو برخو کې يې د ننگرهار پوهنتون لاسنيوی وکړ او دا کنفرانس يې د عملي کېدا تر درشله ورساوه. د لومړۍ ورځې په يوه بله برخه کې، گډونوال د کورنيو توليداتو هغه نندارتون ته لاړل، چې په ننگرهار پوهنتون کې جوړ شوی و. ټاکل شوې، چې دا کنفرانس تر راتلونکو دوو نورو ورځو پورې دوام ومومي، چې دويمه ورځ علمي او څېړنيزو مقالو او درېيمه ورځ بيا د يو شمېر پرېزېنټېشنونو د ارايې او ملاتړو ادارو څخه مننې ته ځانگړې شوې ده. ياده دې وي، چې ملي د لوړو زده‌کړو موسسې په بېلابېلو تبليغاتي، نشراتي، فرهنگي او نورو مادي برخو کې د دې کنفرانس د تحقق په پار مرسته کړې، دا مرسته د پوهاوليک د هغو مواردو د عملي کېدو برخه ده، چې له وړاندې د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې او ننگرهار پوهنتون تر منځ لاسليک شوی دی.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;