Image

د ارتوگناتیک جراحۍ کورس پای ته ورسېد.

دا شپږ ورځنی کورس چې د ستوماتولوژۍ محصلانو او استادانو لپاره ترسره شو، د مختلفو پوهنتونونو مينه‌والو په کې گډون وکړ. د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې علمي مرستيال، فارغو محصلانو ته په وينا کې وويل، دې علمي بنسټ تل هڅه کړې چې له درسي چپټرونو او کتابونو ورهاخوا، په اړونده څانگو کې د تخنيکي او عملي زده‌کړو زمينې برابرې کړي. د ستوماتولوژي پوهنځي رييس، ډاکتر بشير حبيب د دې برنامې هدف د ظرفيتونو لوړول وبلل، تر څو مينه‌وال وکړای شي دا مسلک په درست او مسلکي ډول زده کړي. د کورس د پای په ورځ گډونوالو ته تصديق‌پاڼې هم ووېشل شوې. د يادولو ده، چې ملي د ظرفيت‌لوړونې په موخه يو لړ علمي پروگرامونه پيل کړي، چې په خپل وار به ترسره او د اړونده څانگې محصلانو لپاره گټور او اغېزناک وي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;