د هرات زلزلهځپليو ارواوو ته د قران ختم او مرستو راټولولو کمپاين
نن تر غرمې دمخه، د ملي د لوړو زدهکړو موسسې مشرتابه، علمي او اداري کارکوونکو او محصلانو د قران پاک ختم وکړ او د هېواد په لويديځ کې د زلزلې قربانيانو ته يې د دعا مراسم ترسره کړل. د ملي د لوړو زدهکړو موسسې عمومي رييس ډاکتر صداقت يعقوبي ختم ته راټولو گډونوالو ته په خطاب کې، له نوموړيو مننه وکړه چې اسلامي اخوت او ملي يووالی پالي. د نوموړي له انده، هم اسلامي شريعت موږ ته د يو تن او يو وجود د پاتېکېدو لارښوونه کوي او هم زموږ افغاني روايات راته، له ختيځه تر لويديځه او له شماله تر سهيله د مشترکو افغاني ارزښتونو پر پاللو ټينگار کوي. ورپسې د اسلامي ثقافت استاد، حبيب الله بغلاني د اسلامي ورورولۍ او انساني خواخوږي په تړاو وينا وکړه او له ټولو گډونوالو يې وغوښتل چې له هراتي هېوادوالو سره د خواخوږۍ په پار د نقدي او غيرنقدي مرستو په کمپاين کې برخه واخلي. په پای کې ټول د ملي انگړ ته ورغلل او له خپل توان سره سم يې د مرستې په فزيکي او نقدي کمپاين کې برخه واخېسته. ټاکل شوې چې د مرستو راټولولو دا کمپاين به تر راتلونکو څو ورځو پورې وغځېږي، چې له ملي بهر هېوادوال هم کولای شي خپلې مرستې دلته سره همغږې او بالاخره د لرغوني هرات تر غمېدليو وگړيو پورې ورسېږي.





