Image

ملي فوټسال لوبغالی پرانېستل شو.

ملي د فوټسال لوبغالی تېره ورځ په داسې حال کې پرانېستل شو، چې پر مسوولينو سربېره د فوټبال فدراسيون مشرتابه هم حاضر وو. د پرانېستې دې مراسمو ته د افغانستان فوټبال فدراسيون رييس محمد يوسف کارگر، د دې ادارې فني مرستيال حـافـظ احمد جان ځدران او ځينې نور چارواکي هم راغلي وو، چې د پټۍ په پرې‌کولو سره يې ياد لوبغالی پرانېست. د پرانېستې په تړاو جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې، د ملي د لوړو زده‌کړو موسسې عمومي رييس ډاکتر صداقت يعقوبي د افغانستان فوټبال فدراسيون همکارۍ وستايلې او هيله يې وښوده چې په دې سپورتي لوبغالي کې به د فوټسال ډېر استعدادونه وروزل شي. نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه: هماغه شان چې ملي د علم خورولو او باکيفيته لوړو زده‌کړو نوموتی نوم دی، ځوانانو لپاره د ورزش او لوبو په برخه کې هم خپلې هڅې جاري ساتي. ښاغلي يعقوبي د همکارو ځوانانو په استازولۍ له خوشحال حيدري څخه مننه وکړه، چې په دې برخه کې يې مرسته وکړه او له نورو ځوانانو څخه يې هم وغوښتل، چې د نورو ورزشي لوبډلو په اډانه کې خپل ورزشي فعاليتونه گړندي کړي. د افغانستان فوټبال فدراسيون رييس، محمد يوسف کارگر د ملي لوړو زده‌کړو موسسې دا هڅه د ځوانانو د سالمې بوختيا په برخه کې يوه ستره لاسته‌راوړنه وبلله او ملي‌وال يې وهڅول، چې په دې برخه کې لا زيار وباسي. نوموړي د افغانستان فوټبال فدراسيون په استازولۍ د هر ډول مرستو ډاډ ورکړ او هيله يې وښوده، چې د دې لوبغالي روزل‌شوي ځوانان يوه ورځ د ملي لوبډلې برخه وگرځي. د ياد فدراسيون فني مرستيال حـافـظ احمد جان ځدران هم د ملي فوټسال سپورتي لوبغالي جوړول، له مادي او معنوي ارزښت څخه ډک فعاليت وباله او دا پانگونه يې د هېواد په رغنيزه برخه کې يوه لاسته‌راوړنه ياده کړه. وروسته په داسې حال کې، چې ياد مشرانو يې ننداره کوله، د ملي لوړو زده‌کړو موسسې د معالجوي طب او حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو د ورزشي لوبډلو تر منځ لوبه ترسره شوه، چې په پايله کې د حقوقو او سياسي علومو لوبډلې وکړای شو، ۴ د ۳ گولونو په توپير معالجوي طب ته ماته ورکړي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;