Image

د ملي لوړو زده‌کړو موسسې د پخواني رييس او يوه حقدار انسان د کړنو قدردانی

نن تر غرمې وړاندې د ملي لوړو زده‌‌کړو موسسې د پخواني رييس ډاکتر صداقت يعقوبي د ترسره‌کړيو خدمتونو په پار د نوموړي د قدرانۍ ناسته جوړه شوه، چې د ملي پر مشرتابه سربېره د گڼو څانگو مسوولينو هم په کې برخه لرله.

د ملي لوړو زده‌کړو موسسې عمومي رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب د پرانېستې وينا په توگه، د ډاکتر صداقت يعقوبي د ټولو هغو خدمتونو او ستړياوو ستاينه وکړه، چې نوموړي په خپله کاري موده کې گاللي وو، د پوهندوی حبيب په وينا، ډاکتر يعقوبي د صداقت، تدبير او مديريت يوه غوره الگو وه، چې تر مشرۍ لاندې يې د رهبرۍ، کارکوونکو او محصلانو ترمنځ د همغږۍ، افهام او کاري مسووليت احساس پوخ‌والي ته ورسېد، د نوموړي په ټکو، موسسه د خپل دې‌ خادم منندويه ده او دی به هڅه وکړي چې د شته‌ لاسته‌راوړنو له خوند‌ي‌کولو سره د پرمختگونو دا لړۍ جاري وساتي. ښاغلي حبيب له ډاکتر يعقوبي څخه وغوښتل، چې خپله همکاري همدلته پای ته ونه‌رسوي، بلکې وخت ناوخته له دوی سره په علمي او اداري چارو کې مرستندوی شي.

نوموړي د خپلو خبرو په يوه څنډه کې د علمي چارو مرستيال او د پخواني سرپرست، محمد حنيف معاذ له ترسره‌کړي خدمت څخه هم مننه وکړه، چې هېچا ته يې د مشرۍ د خلا احساس پرې‌نه‌ښود او په يوه ځانگړې خو حساسه مقطع کې يې د مشرۍ بار په برياليتوب سره پر خپلو اوږو ولېږداوه.

د موسسې د حقوقي او ټولنيزو چارو سلاکار، استاد سعيد الرحمن احساس د ټولو هغو لاسته‌راوړنو يادونه وکړه، چې د ښاغلي يعقوبي په شتون کې ترلاسه شوې دي، نوموړي د ادارې اوسنی نظم د ده د زحمتونو پايله وگڼله، چې په خبره يې ټولو همکارانو اوږه په اوږه ورسره کار وکړ او بالاخره دا مزل يې دلته لنډ کړ.

د ملي لوړو زده‌کړو موسسې پخواني رييس ډاکتر صداقت يعقوبي په خپلو خبرو کې د هغو سختو ننگوونکو پړاوونو يادونه وکړه، چې ادارې يې مديريت ته اړتيا لرله، خو په خبره يې، چې که د همکارانو لاسنيوی نه وای، ناشونې وه چې دی دې په کې سرخ‌رو شوی وای، ښاغلي يعقوبي راتلونکي لپاره هم له دې علمي نهاد سره د خپلې همکارۍ غځېدو ته ژمنتيا وښوده او زياته يې کړه چې په دې سپېڅلي لاره کې به خپلې دوام‌داره همکارۍ جاري ساتي.

د علمي چارو مرستيال، محمد حنيف معاذ چې څه موده د سرپرست رييس په توگه پاتې شوی و، خپل بريالی مديريت يې د ښاغلي يعقوبي د تگلارې اغېزناکه پایله وگڼله، چې له امله يې د ده د سرپرستۍ په شپو او ورځو کې د موسسې چارې په معمول ډول مخ ته لاړې.

په پای کې د پخواني رييس ډاکتر صداقت يعقوبي او همدا راز د پخواني سرپرست محمد حنيف معاذ د خدمتونو د قدردانۍ په پار، هر يوه ته د موسسې د مشرتابه له لوري د اعزاز پگړۍ ور په سر شوې.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;