تورخم کې راستنوشويو کډوالو ته درېورځنی وړيا روغتيايي کمپ پای ته ورسېد.
دا کمپ چې د ملي لوړو زدهکړو موسسې
په نوښت، د لايف پرل فارما په همکارۍ پيل شوی و، ګومارلشوي روغتيايي پلاوي په تورخم کې د راستنو شويو سلګونه
ناروغانو درملنه وکړه.
د ملي لوړو زدهکړو موسسې د متخصصو
ډاکترانو دغې ډلګۍ په بېلابېلو برخو کې د
ناروغانو تشخيص او درملنه وکړه او تر څنګ يې ناروغانو ته په وړيا توګه درمل هم
ووېشل.
دغه وړيا روغتيايي کمپ درې ورځې په تورخم کې پاتې شو او په ټولنه کې د ونډېاخېستنې او
بشري خواخوږۍ په پار يې د خپلو هېوادوالو تر څنګ خپل انساني
همدردۍ ته ادامه ورکړه.
د ډاکترانو په وينا، له يوې خوا
اوږدو سفرونو او له بل اړخه ګرمې هوا، راستانهشوي کسان ناروغان کړي وو، چې دوی يې په پراخې حوصلې او ورين
تندي درملنه وکړه.
د ملي لوړو زدهکړو موسسې مشرتابه د دې کمپ موخه د هغو هېوادوالو ملاتړ بولي، چې له اوږده مهاجرت وروسته بېرته هېواد ته راستنيږي، خو له ګڼو ستونزو سره مخ دي، دا يوازې معالجوي کمپ نه و، بلکې تر څنګ يې د ملتپالنې، مهربانۍ، درناوي او عاطفي احساس يو فکري او شعوري هڅه هم وه.
ملي ژمنه کوي، چې د تل په څېر، په
هر سخت حالت کې به له خپلو هېوادوالو څخه مرسته نهدرېغوي او تر څنګ به يې ودرېږي.





