د خصوصي پوهنتونونو د اتحاديې پلاوی د ملي لوړو زدهکړو موسسې له رییس سره وکتل.
د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د
اتحاديې پلاوي، د يادې اتحاديې د رییس الحاج احمد پوپل په مشرۍ، د ملي لوړو زدهکړو
موسسې له رییس، پوهندوی خالد احمد حبيب سره وکتل.
په دې ناسته کې، چې د ملي لوړو زدهکړو
په موسسه کې ترسره شوه، د اتحاديې اجرايوي رئیس، علمي مرستيال، یو شمېر نورو غړو
او د خصوصي پوهنتونونو ريیسانو هم ګډون کړی و.
پوهندوی خالد احمد حبيب د پلاوي له
راتګ څخه مننه وکړه او هغوی ته يې د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د خصوصي لوړو زدهکړو
سکتور د پياوړتیا لپاره د ګډو همغږیو پر ارزښت خبرې وکړې.
ښاغلي پوپل د ملي د ملاتړ ترڅنګ، د
خصوصي پوهنتونونو د فعالیتونو، د لوړو زدهکړو د نظام د اصلاح، موجودو ننګونو او د
هغو د حللارو په اړه تفصيلي خبرې وکړې، همداراز ځينې سلا مشورې هم تبادله شوې چې
د خصوصي لوړو زدهکړو سکتور د لا پرمختګ لپاره ګټور وو.
دواړو لوريو د دوامدارو همکاریو
ژمنه وکړه او ټينګار یې وکړ چې د ګډو نوښتونو، اغېزناکو برنامو او همغږو کړنلارو
له لارې به د هېواد د لوړو زدهکړو بهیر د لا معیاري او باکيفيتهکېدو لپاره کار
کوي.





