Image

د فلسطین او اسراييلو اوسني وضعیت ته په کتو د نړۍوالو بحرانونو اړوند د ملګرو ملتونو رول

د څېړنې او علمي مجلې د ریاست د پلان له مخې، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په همکارۍ « د فلسطين او اسراييلو اوسني وضعیت ته په کتو د نړۍوالو بحرانونو اړوند د ملګرو ملتونو رول» تر سرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.

دا علمي سمينار د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د نړۍوالو اړیکو څانګې د آمر استاد صدرالدین فیضي له لوري استادانو او محصلانو ته وړاندې شو. د ارایې پر مهال ښاغلي فيضي د ملګرو ملتونو پر تاریخي شالید، د نړۍوالې سولې او امنیت د خوندیتوب په برخه کې ددې سازمان اساسي دندې ، د امنیت شورا او عمومي اسمبلې رول، د ویټو حق له امله په رامنځته شويو ستونزو،  د فلسطين او اسراييلو د بحران په مدیریت کې د دې سازمان پر دريځ بحث وکړ.

یاد سمینار د څېړنې او علمي مجلې د ریاست د منظم پروګرام یوه برخه وه، چې موخه یې د علمي کچې لوړول، د څېړنیزو وړتیاوو پیاوړتیا، د استادانو، محصلانو او علاقمندانو ترمنځ د علمي بحث او نظرونو د تبادلې چاپېریال پراخول دي.

مربوطه

;