Image

د (د استاد او محصل مکلفیتونه) تر سرليک لاندې يوورځنی علمي سمينار جوړ شو.

دغه سيمينار د ملي پوهنتون د کار موندنې، خلاقیت او د محصلانو د ظرفیت لوړونې مرکز په همکارۍ، د اړيکو د مسوول، استاد عبدالرحمن رحماني له‌لوري وړاندې شو، ښاغلي رحماني د درې‌ګونو پوهنځيو راټولو محصلانو ته د استادانو او محصلانو د حقوقو او مکلفیتونو په اړه مفصل معلومات ورکړل، نوموړي هغه د تدريسي بهير، د ټولګي د نظم، د علمي اخلاقو رعایت او د محصلانو د فعاله ګډون په اړه مهم ټکي روښانه کړل.

 ګډونوالو ته د استادانو د مسووليتونو، د محصلانو د تعلیمي او اخلاقي مکلفیتونو عملي لارې چارې او د ښې همکارۍ د رامنځتهکولو اصول هم په مفصله بڼه وړاندې شول، چې په پای کې محصلانو د خپلو پوښتنو ځوابونه هم ترلاسه کړل.

 د سيمينار په پای کې محصلان هيله‌من وو، چې دا سمينار به د هغوی علمي پوهه او د زده‌کړو د تعامل مهارتونه لا نور پياوړي کړي.

مربوطه

;