Image

د Endodontics Flare-up تر سرليک لاندې يوورځنی سيمینار ترسره شو.

د ملي پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې ریاست د علمي برنامو په دوام، د ستوماتولوژي پوهنځي استادانو او محصلانو ته، يو ورځنی علمي سيمينار وړاندې شو، دا سيمينار چې د "Endodontics Flare-up" تر سرليک لاندې جوړ شوی و، د هغو ناڅاپي ستونزو، دردونو او التهابي حالاتو په اړه و، چې د غاښونو د داخلي درملنې پر مهال رامنځته کېږي.
په یاد سيمينار کې استاد فهيم نوري د موضوع د بېلابېلو علمي اړخونو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، د Endodontics Flare-up  پېژندنه، د رامنځته کېدو اساسي عوامل، د مخنیوي لارې چارې او د مؤثرې درملنې علمي تګلارې تشریح د دې سيمينار مهم موضوعات وو، استاد نوري محصلانو ته د موضوع د لا ښه درک لپاره عملي بېلګې هم وړاندې کړې او د دوی له‌خوا مطرح شوې پوښتنې یې ورځواب کړې.
په دغه سيمينار کې د ستوماتولوژي پوهنځي ګڼو محصلانو ګډون کړی و، چې د دوی په وينا د دوی د ظرفيت‌لوړونې لپاره خورا اغېزناک او ګټور و.
ملي پوهنتون د خپلو محصلانو د علمي، مسلکي او څېړنیزو وړتیاوو د لوړولو په موخه، د داسې علمي پروګرامونو جوړول یوه اساسي اړتیا بولي او هڅه کوي چې له معيارونو سره سمې زده‌کړې، پرمختللې روزنې او علمي نوښت ته زمینه برابره کړي.

مربوطه

;