Image

د کارموندنې د مسلکي مهارتونو په اړه سمينار جوړ شو.

دا علمي برنامه د ملي پوهنتون د خلاقيت، کارموندنې او محصلانو د مهارت‌لوړونې مرکز له خوا جوړ شو چې موخه یې د محصلانو د عملي وړتیاوو لوړول او د کارموندنې د نويو لارو چارو ورپېژندل وو.

 سيمينار د کيفيت‌ د لوړاوي د آمر، بصيرالحق عادل له لوري وړاندې شو او گډون‌والو محصلانو ته يې د کارموندنې د اصلي مفهوم او مانا په اړه څرگندونې وکړې، د نومړي په خبره، کارموندنه د دندې پر ترلاسلو سربېره، د ژوند د مسلکي مسیر ټاکل، د شخصي وړتیاوو اغېزناکه کارونه او د ټولنې د اړتیاوو پوره کول هم دي.

 ښاغلي د هغو مهارتونو یادونه هم وکړه، چې د کارموندنې په بهیر کې د بریا لپاره مهم گڼل کېږي، په دې لړ کې د ژبو زده‌کړه، د اړیکو د پراخېدو او د کاري فرصتونو د زیاتېدو لپاره اړینه وبلل شوه، د نوموړي په خبره، په یوه تخصصي ساحه کې د ژور مهارت ترلاسه کول د دې لامل کېږي چې محصل ځان ته په بازار کې ځانگړی ځای ومومي، له بېلابېلو ادارو سره اړیکې جوړې کړي، د ټکنالوژۍ او معاصرو وسایلو سره بلدتیا، پر ځان باور، د وخت مدیریت او د گډ کار روحیه هغه نور ټکي وو چې په تفصیل سره محصلانو ته تشرېح شول.

مربوطه

;