له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د اغېزناکه ګټنې تر سرليک لاندې سيمينار جوړ شو.
دا سيمينار چې د ملي پوهنتون د آی ټي يا
معلوماتي ټکنالوژۍ د مسوول عبدالله احمدزي له لوري وړاندې شو، په کې د برېښناليک
جوړولو، مسلکي برېښناليک ليکلو او په ټوله کې له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه د اغېزناکه
ګټنې په تړاو مهم اړخه تشرېح شول.
ښاغلي احمدزي په پيل کې د برېښناليک جوړولو پروسه تشريح کړه او ګډونوالو ته يې په عملي توګه وښوده چې څنګه يو رسمي ایمېل آدرس پرانیزي او د خوندیتوب اړوند اړين تنظیمات ترسره کړي، وروسته د مسلکي ایمېل لیکلو اصول روښانه شول، چې پهکې موضوع، د ليک متن، د مخاطب د درناوي څرنګوالی، د لنډو او واضحو جملو کارول او د وروستي پراګراف معياري بڼه په تفصیل سره وړاندې شول، ښاغلي احمدزي څرګنده کړه چې ایمېل د وخت د سم مدیریت، د اسنادو د خوندي تبادلې او د ادارې د شفافيت لپاره یوه اغېزناکه وسیله ده، او په دې تړاو يې په عملي ډول د هغه د اغېزمنې کارونې بېلګې وړاندې کړې.