د وینې ګروپونو د پېژندنې اهميت او عملي کارونې سيمينار
د ملي پوهنتون د روغتيايي او رواني مرکز په نوښت، د وینې ګروپونو د
پېژندنې اهميت او عملي کارونې سيمينار، د همدې مرکز د مسوول، ډاکتر حامد الرحمن شهاب له لوري وړاندې شو.
په سيمينار کې محصلانو ته د وینې د ګروپ د معلومولو طريقه په تفصيل سره ور وښوول شوه، وروسته د محصلانو د وینې نمونې واخيستل شوې، چې په کې د هغوی د وینې ګروپونه معلوم او ځانګړي کارتونه ور ووېشل شول.
ډاکتر شهاب د سيمينار په ترڅ کې د دې چارې د ارزښت په اړه وويل، چې د هر انسان د وینې د ګروپ تشخيص، هم د عاجلو پېښو پر مهال او هم د طبي درملنې، جراحي عملياتو او د وینې د لېږد په برخه کې بنسټيز رول لري.
د دې سيمينار موخه د محصلانو د روغتيايي معلوماتو بشپړول او د ملي پوهنتون د وینې بانک غنامندي ده، تر څو په بېړنيو حالاتو کې د مرستېرسونې او خدمت اسانتيا رامنځته شي.